چهارشنبه, جون 3, 2026
Homeکورپاڼهد نیویارک ښاروال؛د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو اصلي جام نندارې...

د نیویارک ښاروال؛د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو اصلي جام نندارې ته وړاندې کړ

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو اصلي جام د نړیوال سفر په ترڅ کې نن د امریکا په نیویارک ښار کې اېښودل شوی و.

دغه جام د امریکا د طبیعي تاریخ په موزیم کې د نیویارک د ښاروال زهران ممداني په شتون کې نندارې ته وړاندې شو.

مینه وال به وکولی شي له نږدې دغه جام وګوري او یادګاري انځورونه ورسره واخلي.

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب د روانې جون میاشتې په ۱۱مه پیلیږي.

په دې سیالیو کې به د بېلابېلو هېوادونو ۴۸ لوبډلې ګډون ولري او لوبې به یې د جولای تر ۱۹مې په ۱۶ ښارونو کې دوام ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here