د انګلستان پخواني مشهور فوټبال لوبغاړي او روزونکي کېون کېګن اعلان کړی چې د سرطان ناروغي یې څلورم پړاو ته تللې.
د سرطان څلورم پړاو تر ټولو پرمختللی او خطرناک حالت ګڼل کېږي چې په کې ناروغي د بدن ټولو برخو ته غځېدلې وي.
د نوموړي کورنۍ تر دې وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې ویلي وو چې کیګن د نس د دوامدارو ستونزو له امله روغتون ته تللی و او د معایناتو وروسته یې د سرطان تشخیص شوی دی.
کیګن ویلي چې د یوې ترافیکي پېښې وروسته د عملیاتو پر مهال د معایناتو له لارې دا ناروغي معلومه شوه، هغه زیاته کړې چې ډاکټرانو یې د درملنې د بریا کچه ۳۳ سلنه ښودلې، خو هغه لا هم د ژوند هیله لري او درملنه یې روانه ده.
د فوټبال نړۍ، کلبونو او مینهوالو د هغه لپاره د ملاتړ او روغتیا هیلې څرګندې کړې دي او وایي چې کیګن د فوټبال په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.

