یکشنبه, مې 31, 2026
Homeافغانستانروسیې ته د ملا یعقوب سفر او له مسکو سره هوکړې بېلابېل...

روسیې ته د ملا یعقوب سفر او له مسکو سره هوکړې بېلابېل غبرګونونه راپارولي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد چې تېره اوونۍ په رسمي سفر روسیې ته تللی و او هلته یې له روسي چارواکو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، د نوموړي سفر او دغو هوکړو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور، هیلې نجیب ویلي، هغه مجاهدین چې پرون یې له روسیې سره جهاد کاوه، نن ورسره د همکارۍ تړونونه لاسلیکوي.

نوموړې په یوه څرګندونه کې زیاته کړې، ملا یعقوب، چې پلار یې د شوروي ځواکونو پر ضد جهاد کړی و، اوس له روسیې سره هوکړې کوي او دا د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د بدلون ښکارندویي کوي.

ورته مهال، یو شمېر نورو فعالانو هم په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه ښودلي دي. دوی وایي طالبانو پخوا د احمدشاه مسعود او برهان‌الدین رباني له خوا له روسیې او نورو هېوادونو سره اړیکې «خیانت» بللې، خو اوس خپله له هماغو هېوادونو سره اړیکې او هوکړې د لاسته راوړنې په توګه معرفي کوي.

له بلې خوا، د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم د دغو هوکړو په اړه پوښتنه راپورته کړې او ویلي یې دي چې ایا امریکا به طالبانو ته اجازه ورکړي چې له روسیې پرمختللې وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې واشنګټن لا هم په افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات له منځه وړي.

خو د دغو نیوکو ترڅنګ، ځینې سیاسي څېرې د روسیې او طالبانو ترمنځ هوکړې د افغانستان په ګټه بولي. سیاسي فعال ډاکټر هاتف مختار وایي چې ملي ګټې د وخت او شرایطو له بدلون سره بدلېږي او افغانستان باید له نړیوالې انزوا ووځي.

نوموړی زیاتوي، هغه کسان چې له روسیې سره د همکاریو په اړه اندېښنه څرګندوي او د پخوانیو جګړو یادونه کوي، باید دا هم په پام کې ونیسي چې افغانانو له امریکا سره هم جګړه کړې وه، نو بیا ولې نو بیا ولې له امریکا سره هوکړو او همکاریو ته خوشالیږي؟

دا په داسې حال کې ده چې ملا یعقوب مجاهد له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته په کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، له روسیې سره لاسلیک شوی هوکړه لیک دفاعي یا امنیتي تړون نه دی، بلکې د پوځي او تخنیکي همکاریو ترې کچې محدود دی. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې هوکړې موخه د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پراخول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here