د افغانستان او روسیې اړیکې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ پراخې شوې دي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مسکو ته د سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه لاسلیک شوې، چې د اړیکو په کچه کې مهم بدلون بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، روسیه ښايي افغانستان ته د هوايي دفاع سیسټمونه، پوځي تجهیزات او نورې دفاعي مرستې برابرې کړي.
ویل کېږي چې کابل هم له مسکو څخه د پرمختللو بېپیلوټه الوتکو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.
شنونکي باور لري چې دغه پرمختګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو امنیتي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته ځانګړی اهمیت لري.
د دوی په وینا، دا همکاري ښيي چې کابل هڅه کوي له سیمهییزو قدرتونو سره خپلې اړیکې پراخې او خپل امنیتي ظرفیتونه پیاوړي کړي.
روسیه، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، افغانستان د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره مهم هېواد ګڼي.
کارپوهان وايي چې د مسکو او کابل نږدې کېدل به د سیمې پر سیاسي او امنیتي معادلو هم اغېز ولري.

