د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې ارین یون ویلي، چې پي ټي ایم ته له هر چا ډېره بهتره ده چې طالبان غېږې ته نږدې کړي او بد ورپسې ونه وایي.
ارین یون پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي، چې طالبان که دوی ته هره لاره ښایي پي ټي ایم یې باید ومني او له مشورو یې سرغړونه ونکړي.
نوموړې دغه راز ویلي چې پي ټي ایم غیر د طالبانو له ملاتړ هیڅ مخته نشي تللی او که طالبان هر څه کوي دوی یې باید ورسره ومني.

