د درملو د تولیدوونکو شرکتونو مسوولان وايي، د پاکستان څخه د درملو د وارداتو له محدودېدو وروسته په افغانستان کې د درملو د کورني تولید کچه د پام وړ لوړه شوې او اوس د هېواد د اړتیاوو نږدې ۳۸ سلنه درمل په کور دننه تولیدېږي.
د دوی په خبره، د تولید کچه له پخوا ۲۵ سلنې څخه ۳۸ سلنې ته رسېدلې ده.
د يادو مسوولانو په وینا، په کورنیو فابریکو کې جوړېدونکي درمل د کیفیت له معیارونو سره سم تولیدېږي او د بازار د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.
د اسیانور فارما د تولیدي څانګې رئیس، ضیاالدین مایار، ویلي چې د درملو د تولید زیاتوالی د کورنیو فابریکو د ظرفیت د پراختیا څرګندونه کوي او اوسنی تولید د هېواد د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د پام وړ ونډه لري.
د روغتیا برخې یو شمېر متخصصینو هم د کورنیو تولیداتو کیفیت د منلو وړ بللی او ویلي یې دي چې د درملو د صنعت پراختیا کولی شي پر وارداتو د افغانستان تکیه راکمه کړي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د درملو او روغتیايي توکو د تولید ۱۳۵ فابریکې فعالیت لري او په دې سکټور کې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.
په ورته وخت کې، افغانستان د پاکستان ترڅنګ له نورو آسیایي هېوادونو څخه هم د درملو واردات پراخ کړي دي.
سربېره پر دې، د روسیې د درمل جوړونې شرکت «فارماسینټېز» اعلان کړی چې د طالبانو له حکومت سره یې د همکارۍ هوکړه کړې او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.

