د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، حنيف اتمر د پښتو ملي ورځې په مناسبت ویلي چې د دې ورځې نمانځنه باید یوازې تر مبارکیو محدوده نه وي، بلکې د پښتو ژبې د ودې، معیاري کېدو او علمي پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو لامل وګرځي.
اتمر په خپل ايکس پیغام کې پښتو د افغانستان د هویت، فرهنګ او ادبي میراث یوه مهمه برخه بللې او ویلي یې دي چې دې ژبې د هېواد د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د خلکو د یووالي، ملي شعور او ازادۍ غوښتنې په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.
هغه ټینګار کړی چې د پښتو ترڅنګ د افغانستان نورې ملي او بومي ژبې هم د هېواد د فرهنګي شتمنۍ برخه دي او د ټولو ژبو متوازن پرمختګ د ملي یووالي د ټینګښت لپاره ارزښت لري.
د نوموړي په وینا، د پښتو ملي ورځ باید د ژبنیو او علمي هڅو د پراخولو، څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د راتلونکو نسلونو لپاره د ژبني میراث د خوندي ساتلو په موخه د ملي ژمنتیا د تازه کولو فرصت وګرځي.
اتمر د پښتو ژبې لیکوالانو، شاعرانو، څېړونکو او مینهوالو ته د دې ورځې مبارکي ویلې او د ژبني همغږۍ او ملي یووالي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

