د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د هېواد له سوداګر ميرويس عزيزي څخه مننه کړې چې د ملي لوبغاړي شاپور ځدران د درملنې ټول لګښتونه یې پر غاړه اخیستي دي.
اصغر افغان ویلي، میرویس عزیزي نه یوازې د شاپور ځدران د روانې درملنې مصارف منلي، بلکې د اپرېل له ۱۵مې نېټې راهیسې د روغتون د پاتې ټولو بیلونو د ادا کولو ژمنه یې هم کړې ده.
نوموړي د میرویس عزیزي دا اقدام د انسانیت، وطنپالنې او د ملي اتلانو د درناوي ستر مثال بللی او دعا یې کړې چې الله تعالی دې هغه ته اجر ورکړي.
اصغر افغان همداراز د راشد خان هڅې هم ستایلې او ویلي یې دي چې راشد خان په دې برخه کې بشپړه همغږي او مرسته کړې ده.

