پنجشنبه, مې 28, 2026
Homeافغانستانمولوي یعقوب مجاهد:افغانستان د هندوانو او سیکانو ګډ کور دی

مولوي یعقوب مجاهد:افغانستان د هندوانو او سیکانو ګډ کور دی

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد، له یو شمېر هغو افغانانو سره په لیدنه کې چې په روسیه کې مېشت دي، ویلي چې پخوا په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو شمېر د پام وړ و، خو اوس یې یوازې لږ کسان پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان هندوان او سیکان حق لري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او دلته د مالکیت، امنیت او تړاو احساس ولري.

مجاهد ټینګار وکړ چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر وګړی کولای شي په ډاډه زړه خپل وطن ته ستون شي او ژوند وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here