د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شويګو ویلي، مسکو ته په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د پوځي اډو او زیربناوو ځای پر ځای کول د منلو وړ نه دي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، شویګو ټینګار کړی چې د ایران او سیمې وروستیو تحولاتو ته په کتو، په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د امریکا او ناټو پوځي حضور کولی شي امنیتي ګواښونه نور هم زیات کړي.
هغه په افغانستان کې وضعیت پېچلی بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد په اړه د خبرو پر مهال باید په یاد وساتل شي چې د اوسني وضعیت اصلي مسوولیت د ناټو غړو هېوادونو ته راجع کېږي.
شویګو دغه څرګندونې په مسکو کې د «مرکزي اسیا – روسیې» د امنیت شورا د منشیانو د درېیمې غونډې پر مهال کړې دي.

