پنجشنبه, مې 28, 2026
Homeافغانستاننور جلال جلالي:د اختر ورځو کې دې روغتیايي مرکزونه فعال وساتل شي

نور جلال جلالي:د اختر ورځو کې دې روغتیايي مرکزونه فعال وساتل شي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون څخه لیدنه کړې او هلته یې د روغتیايي خدمتونو بهیر ارزولی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، نوموړي د بستري ناروغانو د احوالو پوښتنه کړې او د اختر په ورځو کې یې د روغتیايي خدمتونو پر دوام ټینګار کړی دی.

مولوي جلالي روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په رخصتیو کې دې هم هېوادوالو ته غوره او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي او روغتیايي مرکزونه دې په بشپړ ډول فعال وساتل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here