د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د افغانستان د روان بحران د حل، واقعي سولې او ثبات یوازینۍ لار دا ده چې ټول اغېزمن داخلي لوري له قید او شرط پرته صادقانه مذاکراتو ته کښېني او پر اساسي ملي اصولو توافق وکړي.
هغه ټینګار کړی چې افغانان باید نور د قدرت ترلاسه کولو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره د جګړې لار ونه کاروي او نه هم د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د خپلو سیالانو د ماتولو هڅه وکړي.
د نوموړي په وینا، کورنۍ جګړه باید “د تل لپاره تحریم او پای ته ورسول شي.”
حکمتیار همداراز ویلي چې د هېواد مشر باید د خلکو د اکثریت په خوښه وټاکل شي، نه د زور او تحمیل له لارې.
هغه زیاته کړې چې مشر باید “امیر وي، نه آمر”، یعنې د ولس په مشوره حکومت وکړي، د خلکو پر وړاندې ځان مسئول وبولي او د خپلو پرېکړو حساب ورکړي.
نوموړي د اسلامي اصولو پر بنسټ د اهل، امانتدار او وړ اشخاصو د ټاکلو غوښتنه هم کړې او خبرداری یې ورکړی چې د اړیکو، قومولۍ او شخصي ملګرتیا پر اساس ګمارنې د ملت او نظام پر وړاندې خیانت ګڼل کېږي.

