د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، چې د دوی حکومت به هېڅکله د کفري نړۍ تر اغېز لاندې رانشي او نه به د هغوی فرمایشات ومني.
هغه ټینګار کړی، چې «اسلامي امارت» د اسلامي شریعت او اصولو په چوکاټ کې له نړۍ سره تعامل ته چمتو دی، خو داسې غوښتنې به ونه مني چې د ده په وینا دین او اسلامي ارزښتونو ته زیان رسوي.
ښاغلي اخوندزاده ویلي، چې د اسلامي نظام ساتنه او د شریعت عملي کول د دوی اساسي هدف دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول فشار سره جوړجاړی ونه کړي.
نوموړي همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د اسلامي او کلتوري ارزښتونو درناوی وکړي او له سیاسي فشارونو ډډه وکړي.

