د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت افغانانو ته په خپل پیغام کې د اختر مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان خلک د سولې، خوښۍ او ورورولۍ په فضا کې د اختر ورځې ولمانځي.
کرزي په خپله ایکس پاڼه ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هېواد د آبادۍ، ترقۍ او هوسا راتلونکي لپاره ملي یووالي، تعلیم او پیاوړې بشري قوې ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، افغانان هغه وخت پرمختګ او سوکالۍ ته رسېدلی شي چې ټول هېوادوال په خپل وطن کې د برابر ګډون او خاوندتوب احساس ولري او ځوان نسل په علم، فن او پوهې سمبال وروزل شي.
حامد کرزی یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې ښځو او مسلکي کدرونو ته باید د کار او ملي چارو کې د ګډون زمینه برابره شي.

