پاکستان او چین په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې دواړه هېوادونه به د افغانستان اړوند موضوعاتو کې خپلو نږدې اړیکو او همغږۍ ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې درېاړخیزې خبرې مهمې بلل شوې او بیجینګ د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هڅو ملاتړ کړی دی.
دواړو هېوادونو همداراز د سيپېک پروژې، د ګوادر بندر پراختیا، سوداګرۍ، کرنې، انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او امنیتي همکاریو په برخو کې د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه، سیمهییز ثبات او د منځني ختیځ وضعیت هم د دواړو لورو د خبرو مهم محورونه وو.

