د بشري حقونو سازمان حالوش راپور ورکړی چې د ایران سرحدي ځواکونو د شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان په “بچهراهي” سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته داخل شي.
د راپور له مخې، په دې ډزو کې لږ تر لږه درې افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
حالوش د ځايي سرچینو له قوله ویلي، وروسته له هغې چې یو شمېر افغانانو خپل لاسونه پورته کړل او تسلیم شول، بیا هم پرې ډزې وشوې.
د راپور له مخې، په دغه ډله کې ښځې او ماشومان هم موجود وو.
دغه سازمان ویلي، عیني شاهدانو ویډیوګانې او معلومات ورکړي چې ښيي له پېښې ژوندي پاتې شوي ښځې او ماشومان د ایران د سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره هم مخ شوي دي.
سرچینو همداراز ویلي چې ایراني ځواکونو د دغو افغانانو موبایلونه او ځینې شخصي وسایل ضبط کړي دي.
د قربانیانو هویت لا نه دی معلوم شوی او ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
حالوش زیاته کړې چې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو ډزې نوې خبره نه ده او تر دې وړاندې هم د سراوان په کلګان سیمه کې ورته خونړۍ پېښې شوې وې. دغه بنسټ ټینګار کړی چې پر بېوسلو کډوالو د وسلو کارول د بشري او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

