کندهار کې د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، په دغه ولایت کې یې درې راډیو ګانې وتړلې.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د څانګې، زېور او تحسین القران په نوم د اېف اېم راډیو ګانو فعالیتونه یې د فعالیت د رسمي جوازونو د نه درلودو، مالیاتو نه ورکړې او غیرمعیاري نشراتو له کبله وتړل.
همداراز یو شمېر راډیو ګانو ته یې خبرداری ورکړی چې زر تر زره خپل اسناد بشپړ او فعالیتونه قانوني کړي.
د راډیو ګانو مسوولینو بیا ویلي چې د جواز کارونه یې په کابل کې ځنډېدلي وو او پر وخت نه دي اجرا شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې ورځ تر بلې د رسنیو فعالیتونه کم رنګه کیږي، ځینې د دغه حکومت له لوري تړل کیږي او یو شمېر د مالي ستونزو له کبله نه شي کولی فعالیتونو ته دوام ورکړي.

