سرچینې وایي، د کرېکټ نړیواله شورا (ICC) ټاکلې چې تر لوی اختر وروسته له طالب چارواکو سره د هلمند د کرېکټ لوبغالي د نړولو او د هغه د بدلون په تړاو خبرې وکړي او رسمي سپیناوی ترې وغواړي.
د معلوماتو له مخې، ICC د هلمند په لښکرګاه کې د کرېکټ لوبغالي د له منځه وړلو راپورونو ته اندېښمنه ده او دا موضوع یې له نږدې څارلې ده.
ځايي سرچینې وایي، یاد لوبغالی چې د هلمند د ځوانانو لپاره د کرېکټ مهم مرکز و، اوس د اختر د لمانځه لپاره پر لوی جومات یا عیدګاه بدلیږي.
ورزشي فعالان او د کرېکټ مینهوال وایي، د دغه لوبغالي له منځه وړل نه یوازې د ورزش پر راتلونکې منفي اغېز کوي، بلکې د هغو افغانانو احساسات هم زیانمنوي چې پر خپل وطن او ملي شتمنیو زړه خوږوي.
د کرېکټ نړیوالې شورا تر دې وړاندې هم د افغانستان د کرېکټ او ورزشي وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې وې او ویلي یې وو چې افغانستان کې کرېکټ د خلکو د یووالي او د ځوانانو د راتلونکې لپاره مهم رول لري.
تر اوسه طالب چارواکو د ICC د احتمالي خبرو او اندېښنو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.

