نن د طالبانو حکومت د مشر شيخ هبتالله په امر د هلمند ولایت د کرکټ لوبغالي یوه برخه ونړول شوه او په راتلونکي کې یې پر ځمکه عیدګاه جومات آبادیږي.
د هلمند کرکټ لوبغالي د نړولو پر وړاندې په خواله رسنیو کې فعالانو توند غبرګونونه ښودلي.
افغان خبریال ایمل پسرلي دا کار په لوی لاس د ځوان نسل او د نړیوالو راپارول بللي او زیاته کړې یې ده، دا ډول لاسوهنې به د دې لامل شي چې د کرکټ نړیواله شورا پر افغانستان بندیزونه ولګوي.
هم مهاله د کرکټ شننونکی او ټولنیز فعال بشیر غروال وایي، د هېواد په استازولۍ او په ملي لوبډله کې د ځوانانو د لوبېدو هیله به څه پوره شي چې جوړ تیار لوبغالی یې ویجاړیږي.
ښاغلي غروال هم اندېښنه ښودلې چې که له ورزشي ارزښتونو او تاسیساتو سره دا ډول چلند دوام وکړي، نو نړیواله شورا به ډیر زر ملي لوبډله هم په کور کېنوي.
په ټوله کې ځوانانو د هلمند کرکټ لوبغالي پر ویجاړولو خواشیني څرګنده کړې او اندېښنه یې ښودلې چې هغه ورځ به هم لېرې نه وي چې د کرکټ نړیواله شورا به پر ملي لوبډلې بندیزونه ولګوي.

