د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) د یوې نوې تګلارې له مخې، هغه بهرني وګړي چې په موقتي ویزو یا بشري اجازو امریکا کې ژوند کوي، ښايي د ګرین کارت د غوښتنې لپاره اړ شي خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
د راپورونو له مخې، دغه نوې لارښوونه چې له دې وروسته به د امریکا دننه د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ډېری غوښتنلیکونه یوازې په استثنايي حالاتو کې ومنل شي.
د USCIS ویاند زک کاهلر ویلي، حکومت هڅه کوي د کډوالۍ قانوني بهیر بېرته خپل اصلي چوکاټ ته راوګرځوي، څو بهرني وګړي د امریکا د مهاجرت اصول د قانون له مخې تعقیب کړي.
بل لورته د افغان ایواک ادارې مشر پر دې پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان کې د امریکا هېڅ فعال قونسلګریز خدمات نشته، نو افغانان نهشي کولی له خپل هېواده د ګرین کارت رسمي پروسه مخته یوسي.
ګرین کارت په امریکا کې د دایمي استوګنې رسمي جواز ګڼل کېږي، چې لرونکي ته د کار او ژوند حق ورکوي، خو د امریکا بشپړ تابعیت نه بلل کېږي.
ډېری کډوال لومړی د موقتي ویزو یا بشري پروګرامونو له لارې امریکا ته ننوځي او وروسته هڅه کوي خپل اقامتي وضعیت دایمي کړي.

