د افغان کرکټ بورډ له لوري د کندهار کرکټ لوبغالي د احاطوي دیوال او پویلین د عصري بیارغونې او رغنیزو چارو رسمي پیل وشو.
دا پروژه د کرکټ بورډ له پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ مسؤلین وایي، ټاکل شوې چې د یادې پروژې ټولې چارې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې او د لوبغالي اسانتیاوې لا معیاري شي.
د کندهار کرکټ لوبغالی د هېواد له مهمو او پراخو لوبغالو څخه شمېرل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې د کورني کرکټ ګڼو فرسټ کلاس، لیسټ اې او نورې مهمو سیالیو کوربتوب کړی دی.
د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ بورډ روان کال کې د رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي او نجیب ترکي کرکټ لوبغالي د بیارغونې او پراختیايي پروژې هم پیل کړې دي.
د بورډ په وینا، له دې کارونو موخه دا ده چې د کابل نړیوال سپورټس کمپلیکس ترڅنګ راتلوونکي کې هېواد کې یو بل نړیوال او معیاري لوبغالی هم چمتو شي، څو افغانستان وکولای شي په راتلونکي کې د نړیوالو لوبډلو د سیالیو کوربتوب ترسره کړي.

