د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په کابل کې د امید په نوم په نشه یي توکو د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان د هوایي برید په اړه د بشپړو او خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.
بنټ په خپل ایکس پاڼه لیکلي، د مارچ د ۱۶مې په برید کې چې د یوناما د معلوماتو له مخې په کې له ۲۶۹ ډېر ملکي کسان وژل شوي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو په نښه کول ښایي جنګي جرم وګڼل شي.
هغه ویلي، دا پېښه جدي او د اندېښنې وړ ده او باید په اړه یې هر اړخیزې پلټنې ترسره شي.
ریچارډ بنټ همداراز له طالبانو غوښتي چې د روغتونونو او ورته روغتیايي مرکزونو د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.
ریچارډ بنټ دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کوي چې په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانېني هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د «وسله والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو ساتنې» کلنۍ پرانیست غونډې کې د پاکستان دې کړنې ته اشاره وکړه او په سختو ټکو یې وغندله.

