جمعه, مې 22, 2026
Homeافغانستاننجیب ننګیال:اقتصادي بندیزونه د افغان ولس د فقر او لوږې بحران ژوروي

نجیب ننګیال:اقتصادي بندیزونه د افغان ولس د فقر او لوږې بحران ژوروي

سیاسي شننونکي نجیب ننګیال د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د فقر او لوږې پراخېدونکی وضعیت “ډېر بوږنوونکی” دی او دا یو ځل بیا ثابتوي چې اقتصادي بندیزونه او د هېوادونو سیاسي انزوا تر ټولو زیات عام ولس زیانمنوي، نه حاکمان.

ښاغلي ننګیال ویلي، نړیوالو تجربو ښودلې چې اقتصادي بندیزونه هېڅکله هغه نظامونه نه دي نسکور کړي چې نړۍ یې مخالفت کاوه، بلکې ملتونه یې قرباني شوي دي.

هغه له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې د افغانانو د اقتصادي خودکفایۍ او سوکالۍ لپاره غږ پورته کړي او د افغانستان د خلکو د ژغورنې په موخه د نړیوالو مرستو د پراخېدو غوښتنه وکړي.

د هغه په وینا، نړیوال بنسټونه او متحده ایالات چې تر دې وړاندې یې له افغانانو سره مرستې کړي، باید خپلې بشري مرستې لا زیاتې کړي، څو عام خلک د لوږې او سخت فقر له ناورین څخه وژغورل شي.

نجیب ننګیال ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان په اړه داسې تعامل ته ورسېږي چې اعظمي ګټه یې عامو افغانانو ته ورسېږي او ولس د نړیوالو تګلارو قرباني نه شي.

ننګیال همداراز بهر مېشتو افغانانو ته سپارښتنه کړې چې د خیریه بنسټونو پر ځای له خپلو هېوادوالو سره مستقیمې مرستې وکړي، ځکه د ده په باور دا ډول مرسته تر ټولو شفافه او اغېزمنه ده.

هغه د افغانستان پر اوسنیو واکمنو هم غږ کړی چې د هېواد بحراني وضعیت درک کړي او پر هغو تګلارو بیاکتنه وکړي چې د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي.

د ننګیال په خبره، یوازې یو مشروع او د خلکو له ملاتړه برخمن نظام کولای شي افغانستان له اوسني بحرانه وباسي.

نوموړي زیاته کړې: “موږ ټول مسوول یو چې د شته بحران د ژورتیا مخه ونیسو او د افغانانو د ډوډۍ، زده کړو، روغتیا او هوساینې لپاره راتلونکي ته متمرکز فکر وکړو.”

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here