پنجشنبه, مې 21, 2026
Homeافغانستاند طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛د لوی اختر په مناسبت...

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛د لوی اختر په مناسبت پنځه ورځې رخصت اعلان کړ

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت په ټول هېواد کې پنځه ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې رخصتي به د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې ورځې څخه، چې د عرفې له ورځې سره برابره ده، پیل شي او د اختر تر څلورمې ورځې پورې به دوام وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سه شنبې له ورځې تر یکشنبې پورې به ټولې دولتي او خصوصي ادارې رخصت وي او رسمي چارې به بېرته «د غبرګولي میاشت په لسمه نېټه د یکشنبې په ورځ» پیل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here