د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ ولایت کې د حیرتان، مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیاځلې فعالېدو پرانیسته وکړه.
په دې مراسمو کې هغه د ټولګټو وزارت هڅې ستایلي او له ازبکستان سره یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو قدرداني کړې.
برادر زیاته کړه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شوې دي او د پراختیا په حال کې دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې پټلۍ پنځمه برخه۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې لري، ۵ سټېشنونه پکې شامل دي او د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري
د خبرپاڼې له مخې ، د دې برخې بیا فعالېدل به د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر چټک کړي، د ترانسپورتي لګښتونو په کمولو کې به مرسته وکړي او د افغانستان اقتصادي بهیر ته به نوی تحرک ورکړي.
همدارنګه تمه کېږي چې دا پروژه به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نور هم لوړ کړي او د سیمهییزو اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

