د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا لپاره د ګډو پانګونو او د فابریکو د انتقال پر مهمو طرحو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د سپکو صنعتونو د پراختیا ادارې رئیس ناظمجان خالمرادوف ترمنځ په ترسره شوې دوهاړخیزه غونډه کې د پنبې معیاري کر، د تار تولید، د چرم او کشمېرې د پروسس فابریکو انتقال، د چرمي بوټانو او ټوکرانو تولید او افغانستان ته د شاوخوا ۲۰ صنعتي فابریکو د لېږد پر موضوعاتو بحث وشو.
دواړو لورو همداراز د ترمذ په ګډ بازار کې د سپکو صنعتونو نړیوال نندارتون، په افغانستان کې د ګډې پانګونې له لارې د تار تولید او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو حکومت زیاتوي، د یادو پروژو د عملي کېدو لپاره د دواړو خواوو تخنیکي او ارتباطي ټیمونه هم ټاکل شوي دي.

