د ملګرو ملتونو او نادولتي همکارو مؤسسو د ۲۰۲۶ کال لپاره د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ پراخ پروګرام (RPAR) په رسمي ډول د پیل خبر ورکړی، چې ارزښت یې ۵۲۹ میلیونه امریکايي ډالر ټاکل شوی او هدف یې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانانو ملاتړ بلل شوی دی.
دغه پروګرام چې د کابل په یوه رسمي غونډه کې اعلان شوی، د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر ډسمبر پورې پلي کېږي او هم بېړنۍ مرستې او هم د بیا ادغام اوږدمهاله پروګرامونه پکې شامل دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۵.۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې بیا د راستنېدو بهیر په چټکۍ روان دی، چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې نږدې ۶۰۰ زره کسان هېواد ته داخل شوي دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د ګاونډیو هېوادونو د کډوالۍ سختو تګلارو او د خوندیتوب د کمښت له امله د راستنېدو بهیر نور هم زیات شوی او دا وضعیت یوازې سرحدي موضوع نه بلکې یوه ژوره بشري او پراختیایي ننګونه ده.
د ملګرو ملتونو د مېشت او بشري مرستو همغږي کوونکي تاجالدین اویو ویلي چې له نیمایي زیات راستنېدونکي ماشومان او ځوانان دي او ډېری یې له افغانستانه بهر زیږېدلي، چې په هېواد کې له محدودو اقتصادي فرصتونو، د استوګنې له کمښت او د اساسي خدماتو له نشتوالي سره مخ دي.
د راپور له مخې، د ۵۲۹ میلیونه ډالري پلان له مخې، ۱۰۰.۷ میلیونه ډالر د بېړنیو سرحدي مرستو لپاره ځانګړي شوي چې روغتیا، تغذیه، خوندیتوب، اوبه، حفظالصحه، نغدي مرستې او ترانسپورت خدمات پکې شامل دي، او ۴۲۸.۵ میلیونه ډالر د بیا ادغام او اوږدمهاله پراختیا لپاره ځانګړي شوي چې د معیشت رامنځته کول، تعلیم، روغتیا او د بنسټیزو خدماتو پراختیا رانغاړي.

