د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایوک» د امریکا له حکومته غوښتي چې له افغان متحدینو سره خپلې ژمنې عملي کړي او هغوی له پامه ونه غورځوي.
دې سازمان ویلي، زرګونه افغانان چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی او د امریکا د پوځي، استخباراتي او ډیپلوماټیکو ماموریتونو ملاتړ یې کړی، اوس هم په قطر، پاکستان او نورو هېوادونو کې بېبرخلیکه پاتې دي.
افغان ایوک په یوه بیان کې اندېښنه ښودلې چې د ټرمپ حکومت ښايي د جنوبي افریقا د سپینپوستو کډوالو د منلو پروګرام پراخ کړي، خو افغان متحدین بیا له پامه وغورځوي.
یاد بنسټ له کانګرسه غوښتي چې لږ تر لږه پنځه زره افغانان د امریکا د کډوالو د منلو په پروګرام کې شامل کړي.
بلخوا، امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن د شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناهغوښتونکو، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، د قطر له «سیلیه» کمپ څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد طرحه ارزوي.
دغه کسان د کابل تر سقوط وروسته قطر ته انتقال شوي وو او امریکا ته یې د لېږد ژمنې ورسره شوې وې.

