د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي ویلي، د کابل ښار د حضوري چمن سیمې اړوند د نجات څلی، چې د هوايي پل د جوړېدو د پروژې پر مهال ړنګ شوی، بېرته به په نوې بڼه ورغول شي.
بارکزي زیاته کړې، کابل ښاروالۍ د تاریخي آثارو او ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د ښار تاریخي هویت خوندي وساتي.
د هغه په وینا، د نوي جوړېدونکي هوايي پل پر سر به د نجات څلی له نوې طرحې او معیاري بڼې سره بیا جوړ شي.
د نجات څلی د کابل ښار په حضوري چمن سیمه کې له پخوانیو تاریخي نښو څخه ګڼل کېږي، چې پخوانۍ بڼه یې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه تللې وه.
یاد څلی شاوخوا نهه کاله وړاندې بېرته ورغول شو، خو د وروستۍ رغنیزې پروژې له امله یو ځل بیا ونړول شو.
د دغه څلي نړول په وروستیو ورځو کې د یو شمېر فرهنګي فعالانو، تاریخپوهانو او ښاریانو غبرګونونه هم راپارولي وو.
منتقدانو ټینګار کاوه چې تاریخي او فرهنګي اثار باید د پراختیايي پروژو پر مهال خوندي پاتې شي.
اوس کابل ښاروالۍ وایي، د نجات څلي د بیا رغونې لپاره به داسې طرحه عملي شي چې هم د ښار د ترانسپورتي اسانتیاوو اړتیاوې پوره کړي او هم تاریخي ارزښتونه وساتل شي.

