سه شنبه, مې 19, 2026
Homeافغانستانکندهار؛ناپېژاندو وسله‌والو په ډنډ ولسوالۍ کې یو قومي مشر په ډزو وژلی

کندهار؛ناپېژاندو وسله‌والو په ډنډ ولسوالۍ کې یو قومي مشر په ډزو وژلی

یوې امنیتي سرچینې خبر ورکړی چې د احمدشاه خان ادزوی په نوم یو ځایي قومي مشر تېره شپه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کلمتر سیمې کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، د یاد کس له نښه کولو وروسته وسله‌وال له سیمې په تېښته بريالي شوي.

د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ويلي چې امنیتي ادارو د برید د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، او د پېښې د انګېزې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here