د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې هغه امارتي ځمکې چې خلکو ته د استوګنې او سرپناه جوړولو لپاره وېشل شوې دي، پېر او پلور یې قانوناً منع ګڼل کېږي.
وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه د امارتي ځمکو د وېش، پلور او رغونې د اجازې قانون له مخې شوې او هدف یې د ځمکو د غیرقانوني راکړې ورکړې مخنیوی دی.
د معاملاتو لارښود دفترونو ته هم سپارښتنه شوې چې د دې ډول ځمکو د پېر او پلور له ثبت او منځګړیتوب څخه ډډه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، که کوم دفتر یا اشخاص له دې لارښوونې سرغړونه وکړي، دفترونه به یې وتړل شي او د معاملې دواړه اړخونه به له قانوني چلند سره مخ شي.

