په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم خبیبولینویلي، چې د طالبانو حکومت د نورو هېوادونو په پرتله پر روسیې زیات باور او لېوالتیا لري، او د افغانستان په دننه کې د روسیې اعتبار لوړ ګڼل کېږي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، خبیبولین د کازان ښار کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د غونډې په څنډه کې ویلي چې روسي شرکتونه دا مهال د افغانستان د نفتو، ګازو او کانونو د استخراج او تصفیې په برخو کې فعالیت کوي او دغه چارې له جدي ستونزو پرته روانې دي.
هغه ټینګار کړی چې مسکو په افغانستان کې د انرژۍ او طبیعي زېرمو په برخه کې خپل حضور پراخ کړی او د طالبانو حکومت هم له روسیې سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا هڅه کوي.
بلخوا، د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چې روسیې ته په سفر تللی، د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اورچوک سره په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
عزیزي همداراز ویلي، ځینې کړۍ هڅه کوي د کابل او مسکو اړیکې زیانمنې کړي؛ خو په وینا یې باید د دغو هڅو مخه ونیول شي او دواړه لوري خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

