د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره په لیدنه کې ویلي، د ایران پر وړاندې د خپلو خاورو د کارونې د مخنیوي په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو همکاري د ستاینې وړ ده او تهران ورته ځانګړی اهمیت ورکوي.
په کابل کې د ایران سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، پزشکیان د خبرو پر مهال په ځانګړي ډول له افغانستان، پاکستان او عراق څخه مننه کړې چې د ایران پر ضد یې د خپلو خاورو د کارېدو مخه نیولې ده.
هغه ویلي، سیمهییز امنیت او ثبات د ګډې همکارۍ له لارې پیاوړی کېدای شي او ایران هڅه کوي له اسلامي هېوادونو او د سیمې له نورو دولتونو سره خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.
پزشکیان همداراز ټینګار کړی چې تهران د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دی، او باور لري چې د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او دوامدارو همکاریو له لارې د شته ګواښونو مخه ونیسي.

