د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسؤلینو او غړو سره په لیدنه کې د علماوو پر ديني او ټولنیز مسؤلیت ټینګار کړی دی.
د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او یو شمېر نور علماء او مسؤلین هم حاضر وو.
شیخ هبتالله اخوندزاده علماوو ته ویلي، چې د خلکو لارښوونه د شریعت په رڼا کې د علماوو اساسي دنده ده او هغوی باید د «اسلامي امارت» صادر شوي فرمانونه او قوانین خلکو ته واضح کړي او د هغو اهمیت ورته بیان کړي.
نوموړي د علماوو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر اهمیت هم خبرې کړې او ویلي، چې د علماوو اتفاق د ټولنې د اصلاح او د امت د یووالي سبب ګرځي.
هغه ویلي، چې دغه ډول علمي او فقهي ناستې د شرعي مسائلو د سمې څېړنې، د حق د څرګندولو او د علماوو ترمنځ د تفاهم او محبت د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.
همداراز، نوموړي له علماوو غوښتي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي اثارو د ساتنې ریاست سره همکاري وکړي، چې د جهاد او قربانیو تاریخ خوندي کړي او راتلونکو نسلونو ته یې انتقال کړي.

