شنبه, مې 16, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت اړوند ادرسونه:«جنرال» مبين له زندان څخه خوشې شو

د طالبانو حکومت اړوند ادرسونه:«جنرال» مبين له زندان څخه خوشې شو

راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند او ستر مبلغ «جنرال» مبین له بند څخه ازاد شوی دی.

د طالبانو حکومت اړوند ادرسونو د نوموړي د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

د دغه خبر په اړه تراوسه رسمي سرچینو او د «جنرال» مبین اړوند ایکس ادرس څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې «جنرال» مبین په ټولنیزو رسنیو کې نه یوازې د طالبانو پر حکومت بلکې د پاکستان او ځینو سیاسي څېرو پرضد څرګندونې کولې چې وروسته د طالبانو د حکومت له لوري ونیول شو او پر یو کال بند محکوم شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here