د افغانستان د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، پاکستان د امریکا د پاملرنې د جلب لپاره تل له خطرناکو او منافقانه لارو کار اخیستی او د سیمې امنیتي وضعیت یې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره کارولی دی.
فضلي په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان په تاریخ کې ګڼې خونړۍ پېښې د نړیوالو، په ځانګړي ډول د امریکا د توجه د ترلاسه کولو لپاره کارول شوې دي.
هغه د پاکستان د لومړي صدراعظم لياقت علي خان وژنه، د پخواني ولسمشر محمد ضیاالحق مرموزه مړینه، او د پېښور د پوځي ښوونځي خونړۍ پېښه د بېلګو په توګه یادې کړې دي.
د هغه په وینا، پاکستان اوس هم په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو له رامنځته کېدو وروسته د افغانانو پر سیمو بریدونه کوي او هڅه کوي ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي، څو د امریکا ملاتړ او پاملرنه ترلاسه کړي.
فضلي دا وضعیت خطرناکه او خونړۍ ستراتیژیکه لوبه بللې او ټینګار یې کړی چې افغانان باید دغسې سیاستونو ته مشروعیت ور نه کړي.
هغه ویلي، د پاکستان اوسنۍ امنیتي اندېښنې تر ډېره د همدغه هېواد له خوا رامنځته شوي او مهندسي شوي وضعیتونه دي.
د فضلي په خبره:«له همدې امله د دې موضوع په اړه چوپتیا، مبهم دریځونه او یا هم پاکستان سره په همدې محوریت مذاکرات، په عملي ډول د پاکستان همدې خطرناکې لوبې دوام ته مشروعیت ورکول دي. زموږ مسئولیت یوازې ددې خطرناکې لوبې د مشروعیت مخنیوې نه بلکې دا هم دی چې موږ باید په افغانستان کې د دې لوبې مشروعیت ورکوونکي د هغوی له کړنو، خبرو او خاینانه چوپتیا څخه وپېژنو.»

