د روسیې د پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې غړی او د دغه هېواد د عامه ډیپلوماسۍ مرکز عمومي رییس دیمیتري سیولوف ویلي، چې روسیه غواړي د ۲۰۲۶ کال تر پایه په کابل کې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز استازولي پرانیزي.
نوموړي د تاتارستان په کازان کې د نړيوال ۱۷م اقتصادي فورم په څنډه کې ویلي چې له افغان لوري سره خبرې روانې دي او هیله لري چې ژر په افغانستان کې خپل کلتوري او ښوونیز پروګرامونه پیل کړي.
د هغه په وینا، د دې مرکز هدف د روسي ژبې پراختیا، د روسیې د تاریخ او کلتور معرفي کول او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د تعلیمي پروژو پلي کول دي.
روسي چارواکي وایي دغه مرکز چې په ۲۰۲۴ کال کې جوړ شوی، اوس په څو افریقایي هېوادونو او ابخازیا کې فعالیت لري او غواړي خپل فعالیت افغانستان ته هم وغځوي.
بلخوا راپورونه وایي چې د طالبانو حکومت یو پلاوی به هم د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي، او تر دې وړاندې دیمیتري سیولوف په مسکو کې د طالبانو حکومت له سفیر ګل حسن حسن سره هم لیدلي وو.

