د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د هېواد د معیار او کیفیت ملي ادارې او یوه نړیوال هندي شرکت (تي سي آر سي) ترمنځ د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو، تجهیز او سمبالولو تړون د هېواد په مرکز او نهو مهمو بندرونو کې لاسلیک شو.

د خبرپاڼې له مخې، یاد شرکت به د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري او پرمختللي لابراتواري کمپلکسونه جوړ کړي، عصري تجهیزات به نصب او موجود وسایل به ترمیم کړي، او د معیار او کیفیت ادارې لپاره به تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرامونه هم عملي کړي، او همدارنګه به د معیار او کیفیت ادارې د کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه به بهرني متخصصین هم معرفي کړي.

د راپور له مخې، چې دغه کمپلکسونه به د وارداتو او صادراتو د کیفیت د کنټرول په برخه کې مهم بدلون رامنځته کړي او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو (ISO) بهیر به لا پیاوړی کړي.

