د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه بیان کې ویلي چې که دا راپورونه تایید شي چې پاکستان ایرانۍ پوځي الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې ځای ورکړی، نو دا به د حیرانتیا خبره نه وي، ځکه د هغه په وینا پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له امریکا سره “دوه مخی سیاست” کړی دی.
خلیلزاد ویلي، پاکستان په ظاهره له امریکا سره ژمنې کولې چې اټومي وسلې به نه جوړوي، خو په پټه یې خپل اټومي پروګرام چټک پر مخ بیوه.
نوموړي زیاته کړې، همدارنګه له ۹/۱۱ وروسته یې په افغانستان کې له امریکا سره همکاري کوله، خو په عین وخت کې یې د امریکا ضد وسله والو ته هم ملاتړ ورکاوه.
هغه دا هم یادونه کړې چې اسامه بن لادن د پاکستان یوې پوځي سیمې ته نږدې پټ اوسېده، تر هغه چې امریکايي ځانګړو ځواکونو عملیات وکړل او هغه یې وواژه.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې ځینو امریکايي رسنیو، په ځانګړي ډول سيبياېس نیوز راپور ورکړ چې پاکستان ایرانۍ پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې وه څو د امریکا احتمالي بریدونو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره د پاکستان په نورخان هوايي اډه کې ودریږي.
پاکستان بیا دغه راپورونه “ګمراه کوونکي او مبالغه شوي” بللي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او امریکا الوتکو د سولې خبرو او ډیپلوماټیکو چارو لپاره پاکستان ته تګ راتګ کړی و، نه د پوځي پټنځای لپاره.

