د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان لخوا افغان محصلینو ته د زده کړو د بورسیو ورکولو څخه هرکلی کړی او دغه هېواد یې د افغانستان رښتینی او دایمي دوست بللی دی.
حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې جاپان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې په برخه کې، په ځانګړي ډول د زده کړو او بشري ظرفیت جوړونې په ډګر کې، مهم او بېسارې همکاري کړې ده.
هغه د جاپان د وروستیو نوو تحصیلي بورسونو اعلان د افغان ځوانانو لپاره یو مهم فرصت بللی او له دغه هېواد څخه یې ځانګړې مننه کړې ده.
د یادونې ده چې جاپان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له لویو مرستندویو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې د ښوونې، روغتیا او بشري پراختیا په برخو کې یې ګڼ شمېر پروژې تمویل کړې دي.

