اروپايي کمېسیون پلان لري چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع د طالبانو حکومت سره تخنیکي خبرې پیل کړي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه خبرې په بروکسل کې ترسره شي، خو اروپايي چارواکو تر اوسه د ناستې کره نېټه نه ده اعلان کړې.
د راپور له مخې، د اروپايي کمېسیون ویاند ویلي، د اروپايي ټولنې او افغان لوري ترمنځ د همغږۍ لپاره چمتووالی روان دی او تمه کېږي له دې مخکې دوه اروپايي پلاوي هم افغانستان ته سفر وکړي.
د راپور له مخې، دغه بهیر د سویډن په همغږۍ مخته وړل کېږي.
بل لور ته، یو شمېر اروپايي هېوادونه هڅه کوي هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي چې د دوی په خبره په جنايي قضیو کې ښکېل دي.
همدې موخې لپاره شاوخوا شلو اروپايي هېوادونو اروپايي ټولنې ته وړاندیز کړی چې د کډوالو د ایستلو لپاره دې عملي او ډیپلوماټیک میکانیزمونه جوړ شي.

