سه شنبه, مې 12, 2026
Homeافغانستانامیر خان متقي؛د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره د سیمه‌ییز...

امیر خان متقي؛د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره د سیمه‌ییز امنیت او همکاریو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي همکاریو او د ارومچي د خبرو د بهیر د پرمختګ په اړه مفصلې خبرې شوې دي.

دواړو لورو د متقابل باور پر زیاتوالي، د اقتصادي همکاریو پر پراخېدو او د سیمې د دوامدار ثبات او ټیکاو لپاره پر عملي ګامونو ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here