د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د درېیو خبریالانو د نیولو او جبري نادرکه کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت استخباراتو له لوري د رسنیو پر کارکوونکو فشارونه او غچ اخیستونکي اقدامات لا هم دوام لري.
د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې د طلوع نیوز خبریالان منصور نیازی او عمران دانش، او د ځایي «پیګرد» خبري اژانس مسوول جاوېد نیازی، د طالبانو د استخباراتو ریاست له لوري په خپلسري ډول نیول شوي او تر اوسه یې د برخلیک او ساتلو ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د نړیوالو بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه ده او د نیول شویو خبریالانو د شکنجې او ناوړه چلند د خطر په اړه جدي اندېښنې موجودې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومت غوښتي چې د منصور نیازي، عمران دانش او جاوېد نیازي د برخلیک او موقعیت په اړه ژر معلومات خپاره کړي، هغوی ته له کورنیو او مدافع وکیلانو سره د لیدنې زمینه برابره کړي او که پر ضد یې کوم رسمي جرم نه وي ثبت شوی، نو سمدستي دې خوشې کړل شي.

