د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د جمهوریت پر پخوانیو چارواکو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې ملت نور د لاستهراوړنو او کارنامو کیسې نه اوري، بلکې د جمهوریت د سقوط د اصلي علتونو د اعتراف غوښتنه کوي.
فدایي په یوه تند او انتقادي بیان کې ویلي، جمهوریت د بېاتفاقۍ، شخصي ګټو، سیالیو او خودخواهیو قرباني شو.
د هغه په خبره، د نظام ډېری سیاسي او نظامي مشران د ملت له ګډ درد څخه لرې شوي وو او هر چا یوازې د خپل موقف، ډلې او ګټو پالنه کوله.
هغه ټینګار کړی چې که اوس هم پخواني مشران له تېرو ناکامیو درس وانخلي او هماغه زاړه فکرونه، تربګنۍ او اختلافات دوام ومومي، نو تاریخ به یو ځل بیا تکرار شي.
حلیم فدایي ویلي، د افغانستان د ستونزو یوازینی حل په ریښتیني اتحاد، ملي انسجام او د شخصي ګټو قرباني کولو کې نغښتی دی.
نوموړي زیاته کړې چې نه ګاونډیان او نه هم بهرنیان د افغانانو برخلیک بدلولای شي، بلکې افغان سیاستوال باید خپله د هېواد د ژغورنې لپاره ګډ دریځ خپل کړي.
محمد حلیم فدایي په خپلو څرګندونو کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هغه مشهوره جمله هم یاده کړې چې ویلي یې وو: «هر یو په خپل خره سپور یئ؛ دا نه کېږي!»
هغه خبرداری ورکړی، که سیاستوال د اتحاد او همغږۍ توان نه لري، نو غوره ده له سیاست څخه تقاعد وکړي، ځکه د ده په وینا، د ستر ملي امانت د ساتنې وړتیا له حقیقي یووالي پرته ناشونې ده.

