د جاپان حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۷ کال لپاره به افغان محصلینو ته د لوړو زدهکړو ځانګړې بورسیې ورکړي، څو هغوی وکولای شي د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه په جاپاني پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.
کابل کې د جاپان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پروګرام له مخې به، بریالي کسان د جاپان د حکومت له لوري په بشپړ ډول تمویلېږي او د «څېړنیزو زدهکوونکو» په توګه به د علمي پرمختګ فرصت ترلاسه کړي.
سفارت زیاته کړې، چې د انتخاب پروسه به د اسنادو د ارزونې، ازموینو او مرکو پر بنسټ ترسره کېږي او د هر ډول تبعیض څخه به پاکه وي.
سفارت ویلي چې د دې پروګرام په عملي کولو کې به یو شمېر مرستندویه بنسټونه هم همکاري وکړي، خو وروستۍ پرېکړه به یوازې د جاپاني اړوندو ادارو له خوا کېږي.

