طلوعنیوز د خپلو دوو خبریالانو د نیول کېدو راپورونه تایید کړي، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دغه شبکې ویلي چې د طالبانو حکومت له لوري د کابل ښار په دننه کې د دوی دوه خبریالان عمران دانش او منصور نیازی توقیف شوي دي.
یادې رسنۍ تر اوسه د خپلو دغه خبریالانو د نیولو د علت او قانوني جزئیاتو په اړه رسمي وضاحت نه دی وړاندې کړی.

