د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته به د هېواد په ټولو لېسو کې د ازموینو پوښتنې په مرکزي او معیاري ډول ترتیبېږي.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالحق صادق ویلي، د لېسې دورې ازموینې به د مرکز له لوري تنظیم او کنټرولېږي، څو د ازموینو شفافیت، کیفیت او یو شان معیار خوندي شي.
د نوموړي په وینا، د دې نوې طرحې موخه دا ده چې په ټول هېواد کې د زدهکوونکو ارزونه په واحد معیار ترسره شي او د ازموینو په بهیر کې احتمالي ستونزې کمې شي.
بل لور ته، د پوهنې وزارت مسوولینو ویلي چې د دغه وزارت له ۱۹۰۰ تازه منظور شویو بستونو څخه ۱۰۶۰ بستونه نن د ازادې سیالۍ له لارې اعلان شوي دي.
دوی زیاتوي، دا بستونه به د شفاف رقابت له لارې وړ کسانو ته ورکړل شي، څو د پوهنې سکټور کې اداري او مسلکي ظرفیت پیاوړی شي.

