اسلاماباد کې د افغانستان سفارت پخواني مرستیال زردشت شمس ویلي، د اروپايي هېوادونو تابعیت اخیستل د پاکستان له تابعیت سره توپیر لري، ځکه د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ نه دایمي دښمني شته او نه هم ستراتېژیکې ګټې په بشپړ ټکر کې دي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، څو ورځې وړاندې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت لهخوا یو برتانوي وګړی وروسته له هغې له تابعیته محروم کړای شو چې د روسیې تابعیت یې اخیستی و، ځکه د برېتانیا او روسیې اړیکې ترینګلې دي او ګټې یې یو له بل سره په ټکر کې دي.
زردشت شمس پوښتنه کړې چې “آیا پاکستان به کله هم د هند اتباعو ته تابعیت ورکړي؟”.
د هغه په خبره، د یوه افغان لپاره د پاکستان شناختي کارت یا پاسپورټ لرل نه یوازې د شرم وړ خبره ده، بلکې حقوقي ستونزې هم لري، ځکه ډېری کسان یې د جعلي اسنادو له لارې ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړې، هغه افغانان چې پاکستاني اسناد لري، نه په پاکستان کې په ښکاره ځان افغان معرفي کولی شي او نه هم په افغانستان کې په رسمي ډول د پاکستان تابعیت اعلانولی شي، ځکه د افغانستان قوانین دا اجازه نه ورکوي.
د افغانستان سفارت پخواني مرستیال همداراز خبرداری ورکړی چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو، په ځانګړي ډول ګوشتې، لالپورې او د کونړ په ځینو برخو کې د پاکستان لهخوا د شناختي کارتونو وېش د جدي اندېښنې وړ مسئله ده او دې موضوع ته باید جلا او پراخ بحث وشي.

