د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي خبرداری ورکړی چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د «حایلې سیمې» د جوړولو هڅې روانې کړې دي.
نوموړي ویلي، په تېر یوه کال کې یې څو ځله خبرداری ورکړی چې اسلاماباد د یوې درېاړخیزې ستراتیژۍ له لارې غواړي د افغانستان سرحدي سیمو کې خپل de facto نفوذ پراخ کړي.
د هغه په وینا، دغه ستراتیژي په داخل د افغانستان کې د وطن پلورو ډلو رسنیزو روایتونو جوړول، د هوايي او توپچي بریدونو له لارې د سیمو تشول، او له ځايي کسانو سره د تړونونو لاسلیک کول شامل دي.
تمیم عاصي زیاته کړې چې دا پلان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه په استفادې عملي کېږي.
هغه ادعا کړې چې پاکستاني پوځي او امنیتي کړۍ اوسنی وضعیت د خپلو اهدافو لپاره «طلایي فرصت» ګڼي.
د ملي دفاع وزارت دغه پخواني مرستیال خبرداری ورکړی چې افغانستان د سیمې او نړۍ د بدلونونو له امله تر بل هر وخت ډېر زیانمن شوی او هېواد له یوه خطرناک پړاو سره مخ دی.
هغه پر ټولو افغانانو غږ کړی چې د سیاسي او فکري اختلافاتو پر ځای د هېواد د دفاع لپاره متحد شي، او په خبره یې: «د افغانانو د یووالي وخت رارسېدلی» او هر څوک باید د قلم او وسلې له لارې د افغانستان پر ضد د توطیو پر وړاندې ودرېږي.

