اسلاماباد کې د افغانستان سفارت پخواني مرستیال زردشت شمس ویلي، پاکستان د هند له وېش یوازې ۲۴ کاله وروسته په دوو برخو ووېشل شو او اوس هم د پنجاب پرته ګڼ قومونه د دغه هېواد له اوسني جوړښت ناخوښ دي.
هغه ادعا کړې چې په پاکستان کې به د بدلون او بېلتون بهیر لومړی له بلوڅانو، وروسته له پښتنو او بیا له نورو قومونو پیل شي.
زردشت شمس زیاته کړې، افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو پر مهال د دوو سترو قدرتونو یرغلونه او کورنۍ جګړې وزغملې، خو بیا هم یو موټی پاتې شوی دی.
د نوموړي په وینا، افغانستان د استعماري نقشو زېږنده نه دی، بلکې د تاریخي او طبیعي بهیر له لارې د نړۍ د نورو ملتونو په څېر رامنځته شوی هېواد دی.
هغه ټینګار کړی چې که څه هم په افغانستان کې د نظرونو، ایډیالوژیو او قومي مسایلو اختلافات شته، خو هېڅ افغان د هېواد د تجزیې غوښتونکی نه دی.

